شنبه 27 زمری، 1397

یمن کې د لومړي وزیر او کابینې استوګنځی ویشتل شوی

151006055302_aden_hotel_alqasr_640x360_epa_nocredit

له یمن نه رپوټونه وايي، پر هغه هوټل توغندیز برید شوی، چې د دغه هېواد لومړی وزیر خالد بحاح او ځینې نور وزیران پکې اوسېږي.

امنیتي سرچینې او عیني شاهدان وايي، په عدن ښار کې له دغه هوټل نه یې پورته کېدونکی لوګی لیدلی.

د ‘قصر’ په نامه دغه هوټل ته د بحاح د حکومت غړي له عدن نه د حوثي یاغیانو له شړل کېدو وروسته ستانه شوي دي.

بحاح یا یې کوم بل وزیر ته په دې برید کې کوم زیان نه دی اوښتی.

د یمن یوه چارواکي بي بي سي ته وویل: ”د سعودي عربستان په مشري د ایتلاف یوه اپاچي چورلکه راغله لومړی وزیر او ځینې نور وزیران او پوځي مشران یې له یاد هوټله ولېږدول.”

اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د چارواکو له قوله ویلي ”دوه نور توغندي د اماراتو د ځواکونو پر ودانۍ لګېدلي دي.”

د متحده عربي اماراتو سمندري ځواکونه په یمن کې د حوثیانو پرضد د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف کې ګډون لري.

یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته وویل، د ‘صاحل بن فرید’ پر هغې ماڼۍ هم توغندی لګېدلی، چې د ایتلاف ځواکونه پکې مېشت دي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

په تېر جولای کې حکومتي ځواکونو او د دوی ملاتړو له عدن نه حوثي یاغیان او د مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح ملاتړي له عدن ښاره وایستل.

پر ‘قصر’ هوټل توغنديز بریدونه د سې شنبې ورځې ګهیځ وختي شوي دي

د یمن ولسمشر عبد ربه هادي منصور تېره میاشت له سعودي نه راستون شو، خو دا نه ده جوته چې آیا نوموړی هم د (قصر) په نوم هوټل کې اوسېږي او که کوم بل ځای.

ملګري ملتونه وايي، په یمن کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې شاوخوا ۴۹۰۰ کسان وژل شوي، چې ۲۲۰۰ یې ولسي وګړي دي.(بي بي سي)

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5630

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018