دوشنبه 29 زمری، 1397

کندوز ښار په بشپړه توګه له طالبانو پاک شو

شهر-قندوز-وو-487x300

د کندزو امنیتي چارواکي وايي، چې د کندوز ښار په بښپړه توګه له طالبانو پاک شوی او د دغه ښار بیلابیلو برخو کې د افغانستان بیرغونه ځړول شوي.

د کندوز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ وايي، امنیتي خواکونو نن سهار کندوز ښار له طالبانو پاک کړ.

دی وايي، ځینو طالبانو په کورونو کې پناه اخیستې وه، چې ټول کورونه وپلټل شول.

چنګل باغ وايي، د بالاحصار په ګډون د کندوز ښار ټولې سیمې له طالبانو ونیول شوې.

کندوز د تېرې دوشنبې په ورځ د طالبانو له خوا ونیول شو.

تر دې وروسته افغان دولت د ناټو ځواکونو په هوايي ملاتړ په کندوز کې عملیات پیل کړل.

که څه هم امنیتي ځواکونو د تیرې پنج شنبې په ورځ کندوز ښار بیرته له طالبانو ونیو، خو ددغه ښار په یو شمیر کورونو کې طالب وسله وال پټ شوي و او په امنیتي ځواکونو یې ډزې کولې.

ویل کیږي چې په کندوز کې تر سلو دېر طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د کندوز په جګړه کې تر سلو زیات ملکیان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نو ټپیان دي.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5621

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018