دوشنبه 29 زمری، 1397

«کندوز د داخلي توطئې له امله سقوط وکړ»

4

په پارلمان کې د کندوز د خلکو استازوي وايي، د کندوز ښار د حکومتي توطیې په پیاله کې له کوم مقاومت پرته سقوط وکړ.

له کندوز ښار څخه یوه قومي مشر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي مرکزي خبري اژانس ته وویل، د اختر په ورځو شپو کې وسله وال طالبان په کندوز ښار کې د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شول، خو امنیتي او استخباراتي ارګانونو ورته هیڅ توجه ونه کړه.

نوموړی وايي، د کندوز ښار له کوم مقاومت پرته د طالبانو لاس ته ولوید او حتا داسې پوستې هم شته چې پر طالبانو یې یو ډز هم نه دی کړی.

دغه قومي مشر وايي، د جګړې له پیل یو ساعت وروسته طالبانو د کندوز ښار له لویدیځ لوري د ښار مرکزي چوک ته ورسیدل، چې دغه د داخلي توطیې یوه نښه ده.

خو د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزي چې له ولسمشر، د کورنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له عمومي رییس سره یې په ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې هغه راپورونه په کلک رد کړل چې کندوز د توطیې په پایله کې سقوط وکړ.

خو قومي مشر وايي، چې کندوز ښار کې یوازې د پولیسو یوې امنیتي پوستې مقاومت وکړ چې د هغې پوستې یوولس ستیرو په وژل کیدو سره مقاومت مات شو.

نوموړی وايي، ملي پوځ، ملي او سیمه ییزو پولیسو له کوم مقاومت پرته خپلې پوستې پرېښودې او هوايي ډګر او بالاحصار ته وتښتیدل.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازي وايي، یو شمیر مخصوصو خلکو په کندوز ښار کې له طالبانو سره همکاري کړې.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی عبدالودود پیمان مرکزي خبري اژانس ته وویل: (( یو شمیر مخصوص کسان له طالبانو سره اړیکې لري او له دغې ډلې او پاکستان څخه معاش اخلي. طالبانو ته یې کور او د رهنما کتابونه برابر کړي دي.))

پیمان د چا نوم نه اخلي خو زیاتوي ددغو کسانو پیسې د کابل شهزاده سرای ته رالیږل کیږي.

پیمان وايي، کله چې طالبان له کندوز ښار څخه ووځي نو دوی به بیا د اشرف غني په څنګ کې ولاړ وي.

دی وايي، دغو کسانو په زاخیلو، علي خیلو او عمر خیلو کې له پنځوسو تر سلو طالبانو میلمستیا کړې وه غويی یې ورته حلال کړی و.

3

طالبانو دوه ورځې وړاندې په ډله ییزو بریدونو سره د کندوز ښار په بشپړه توګه ونیو، خو ددغه ښار د بیا نیولو لپاره پرون عملیات پیل شوي چې څه نا څه پرمختګونه یې هم کړي دي.

خو ولسمشر غني وايي، طالبانو په کندوز کې سخته مرګ ژوبله لیدلي او ځینې دولتی ودانۍ بیرته له طالبانو څخه نیول شوې دي.

ولسمشر غني، چې د کندوز د ښار مدیریت د دولت په لاس کې دی او خلک دې په امنیتي ځواکونو ډاډ ولري.

ملي امنیت ریاست وايي، د کندوز له زندان څخه ۷۰۰ بندیان تښتیدلي، خو زیاتوي، په دغو کسانو کې ۱۱۰ تنه خطرناک کسان وو.

د کندوز د والي محمد عمر ساپی د کندوز ښار د سقوط په مهال تاجکستان کې و.

د ولسي جرګې یو شمیر وکیلان وايي، ساپي د کندوز ښار په سقوط کې لاس درلود او باید مجازات شي.

عبدالودود پیمان وايي، د کندوز والي په دغې توطیه کې لاس درلود، ځکه خو تاجکستان او بیا لندن ته وتښتید.

لا هم په کندوز ښار کې سخت جګړه روان ده او ویل کیږي چې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

 

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5564

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018