دوشنبه 29 زمری، 1397

کندهار ته لس میګاواټه لمریزه برېښنا برابریږي

برق

د کندهار لپاره به د لس مېګاواټه لمريزې برېښنا د پروژې عملي چارې ډېر ژر پيل شي.

دا څرګندوني مرستيال والي عبدالعلي شمسي نن سهار په يوه غونډه کې وويل چې د کندهار لپاره به د لس مېګاواټه لمريزې برېښنا د پروژې عملي چاري ډېر ژر پیل شي.

نوموړي زياته کړه د دغې لس مېګاواټه برېښنا مالي لګښت ۱۵ ميليونه ډالر د يو ايس ای ډي له خوا برېښنا شرکت ته ورکول کېږي او ياد شرکت يې عملي چارې مخته وړي.

 

ښاغلي شمسي وويل د دغي پروژې لپاره يې په دامان ولسوالۍ کې د کابل- کندهار پر لويه لار ۱۶۰ جريبه ځمکه ځانګړې کړې، چې ډېر ژر به ورباندې عملي چاري پيل شي.

د هغه په وينا تر دامهاله يې مقدماتي او تدارکاتي چارو دوام درلود او اړوندو ادارو ته يې سپارښتنه وکړه چې د ځمکې اسناد دې  چمتو کړي، تر څو کابل ته يې د تثبيت لپاره ولېږي. ښاغلي شمسي يادونه وکړه چې د ولسمشر اشرف غني له لومړنيو پلانونو څخه د کندهار لپاره برېښنا برابرول دي.

هغه زياته کړه ولسمشر د کندهار د برېښنا لپاره نهايت جدي دی، تر څو د کندهار اوسېدونکې له دايمي برېښنا څخه برخمن شي.

 

د ځمکو د خپلواکې ادارې ریيس نور الله نوري وويل چې د کابل- کندهار پر لويه لار يې ۱۶۰ جريبه ځمکه ځانکړې کړې او تدارکاتي چارې يې بشپړېدو ته نږدې دي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د پروژې عملي چاري پيل شي.

نوموړي زياته کړه چې د سولر برېښنا په دې مرکز کې به له کابل څخه کندهار ته د وارداتي برېښنا د مزو له غځېدو سره يو سبسټېشن هم جوړ کړي.

 

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=1539

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018