دوشنبه 29 زمری، 1397

څېړنه: افغانستان کې په پر ځوانو رهبرانو باور زیاتیږي

afghan-future-youth-flag-498x273

د ځوانانو د سیاسي مشارکت او قومي سیاست تر نوم لاندې نوې څېړنه چې د افغانستان د سولې د ابتکار دفتر له خوا تر سره شوې، ښيي چې په افغانستان کې د سنتي رهبرانو پر ځای پر ځوانو رهبرانو باور په زیاتیدو دی.

ددغې څېړنې مسوولینو یورو نیوز ته ویلي، دوی څېړنې ښيي چې په تیره یوه لسیزه کې پر سنتي رهبرانو باور په کمېدو دی او ځوانان په سیاسي، مدني، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د رهبرۍ مسوولیتونه اخلي.

ددغې څېړنۍ مسوولین تیرو دوه پارلماني او د ولایتي شورا ټاکنو ته په کتو سره وايي، چې د ولایتي شورا په تازه ټاکنو کې د ځوانانو ونډه د پام وړ زیاته شوې ده، چې دغه ونډه له ۲۴ نه تر ۳۵ سلنه پورې رسیږي.

څېړنه ښيي چې په دغو ټاکنو کې ځوانانو ته له سمتي، قومي، ژبنیو او مذهبي مسایلو پرته رایه ورکړل شوې ده.

دغه څېړنه ښيي چې د پارلمان او ولسوالیو شوارګانو په ټاکنو کې به دا ځل اکثریت څوکۍ ځوانان وګټي.

 

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5353

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018