دوشنبه 29 زمری، 1397

پوتین: په ۲۰۱۸ کال کې نړیوال جام سیالۍ باید روسیه کې تر سره شي

download-41

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام سیالیو په اړه ویلي، که هر څوک پر روسیې داسې سند لري چې دغه هیواد دې د نړیوال جام د کوربتوب د حق د ترلاسه کولو په بدل کې بډې ورکړې وي، را ودې باسي.

د روسیې ولسمشر  په ټینګار سره وویل، چې هیواد به یې د ۲۰۱۸ کال د نړیوالو سیالیو کوربه وي او زیاتوي، روسیه به دا کوربه توب بل هیواد ته ور نه  کړي.

که څه هم روسیې د نړیوالو جام د کوربتوب ویاړ تر لاسه کړی، خو ډیری هیوادونه وايي، چې دغه حق یې بډو په بدل کې تر لاسه کړی دی.

خو د روسیې ولسمشر دغه څرګندونې په ډېر شدت سره رد کړې او زیاته یې کړه، چې هیواد یې د خپلې وړتیا له مخې دغه ویاړ تر لاسه کړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې اړه وویل: (( که هر څوک پر موږ د ۲۰۱۸ کال د نړیوالو سیالیو د کوربتوب په خاطر د بډو کوم سند لری، وړاندې دې کړي.))

ده زیاته کړه، دوی د نړیوال جام د کوربتوب لپاره زیار ایستلی او تر لاسه کړی یې دی او په دې اړه بل هر تصمیم به غیر عادلانه وي او وبه نه منل شي.

ده وویل: د ۲۰۱۸ کال نړیوالو سیالۍ د روسیې حق دی.

ده زیاته کړه: (( فکر نه کوم چې موږ دې اشتباه کړې وي. فکر هم نه کوم چې دا تصمیم دې بدل شي، ځکه روسیې د دغو لوبو د کوربتوب وړتیا تر لاسه کړې. موږ د نړیوالو سیالیو لپاره د ورزشي لوبغاړي کار پیل کړی دی، هیله لرو ژر تر ژره اماده شي.))

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=3733

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018