دوشنبه 29 زمری، 1397

په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر د مې میاشتې نهمه د افغانستان ورزش ته ځانګړې کړه

n00074419-b-498x271

په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر سږ کال د مې میاشتې نهمه چې ددې ټولنې نړیواله ورځ ده د افغانستان په خلکو او کورنیو کې د ورزش رواجولو ته ځانګړې کړه.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر په دغې ورځ د افغانستان له قومي مشرانو او کورنیو څخه غوښتي، څو خپل ماشومان، په ځانګړې توګه لوڼې ورزش ته وهڅوي.

له دغه دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ورزش کولی شي بیلابیل سیاسي، نژادي او مذهبي اندونه سره نږدې کړي.

د خبرپاڼې له مخې د اروپايي ټولنې سفیر ویلي: (( ورزش کولی شي د افغانستان خلکو، په ځانګړې توګه ځوانانو او ماشومانو ته منصفانه بازي زده کړي، ځکه نو باید کورنۍ او خلک ورزش ته وهڅول شي. ))

اروپايي ټولنه په دغې ورځ( د مې په نهمه) په کابل کې د والیبال، فوټبال او بدمدمنټون لوبو سیالۍ د کابل او اروپايي ټولنې د هیوادونو د ټیمونو په ګډون په کابل کې په لاره اچوي.

د مې نهمه د اروپايي ټولنې په نوم نومول شوې ده.

له دغې ورځې هر کال د اروپايي ټولنې په غړو هیوادونو کې لمانځنه کیږي.

ددغې ټولنې سفارت هر کال په کابل کې هم له دغې ورځې لمانځنه کوي.

 

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=2813

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018