دوشنبه 29 زمری، 1397

پناه غوښتونکي په کرواسيا، مجاستان او اتریک کې سرګدانه دي

E3B31AB5-C58D-4E9C-B914-FB6A93909866_w640_r1_s-498x280

هغه کډوال چې غواړي په اروپايي هیوادونو کې پناه واخلي، د جمعې په ورځ په کرواسیا، مجارستان او اتریش کې ورته د پناه زمینه برابره نه شوه.

کرواسيا د زرګونو هغو ګډوالو د بیرته لیږد لپاره تیاری ونیو چې له مجارستان څخه دغه هیواد ته تللي وو.

دغه کډوالو ته مجارستان هم اجازه نه ورکړې چې صربیا ته ننوي، ځکه یې مسیر د کرواسیا په لور او له هغه ځایه جرمني او د شمالي اروپا نورو هیوادونو ته د تلو هوډ درلود.

د کرواسیا د کورنیو چارو وزارت وايي، له سربستان سره پوله یې تړلې ده، شاوخوا ۱۷ کډوال کرواسیا ته داخل شوي، خو دغه هیواد یوازې څلور میلون نفوس لري، ځکه خو په دغه شمیر کډوال نه شي منلی.

درې زره کډوال د مجارستان له لور بیرته خوځول شوي دي.

د کرواسیا د لومړي وزیر زوران میلانویچ وايي، پرته له دې چې پناه غوښتونکي مجارستان ته ولیږي بله چاره نه لري.

په ورته اسلوانیا ویلي، کوم کډوال چې له کرواسیا څخه دغه هیواد ته داخل شي، شمالي اروپا ته به د تلو اجازه ور نه کړل شي.

 

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5417

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018