شنبه 27 زمری، 1397

والیبال: فرانسه د نړیوال جام اتله شوه

3EA9F027-5878-47A8-B5C5-C6C55E4D45AB_w640_r1_s_cx6_cy1_cw64-498x280

د فرانسې ملي ټیم د صربستان پر وړاندې د ۳ـ۰ نمرو په تر لاسه کولو سره د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام اتلولي تر لاسه کړه.

فرانسې په خپلو اتلس سیالیو کې یوازې د امریکا پر وړاندې یوه ماته منلې ده او نورې ټولې سیالۍ یې ګټلي دي.

دغه ټیم له دویم ځایګي څخه اتلولۍ ته ورسید.

لوران تیله له ۲۰۱۲ کاله راپه دیخوا د دغه ټیم مشري په غاړه لري، خو له ده سره آنتونین روزیه، اروین ګاپه کوین لورو، بنجامین تونیوتي، نیوکولا مارشال او ژنیا ګربنیکوف اساسي رول درلود.

دغه ټیم په داسې حال کې اتلولي تر لاسه کړه چې فاینل ته وتو تمه یې هم نه کیده.

فرانسې په لومړي پړاو کې ۳ـ۰ ارژنټاین ته ماتې ورکړ او وروسته یې بلغاریا ته او دوهم پړاو ته یې لار پیدا کړه.

دغه ټیم په څلور ورځنۍ فرصت سره له وارنا څه ریو ته ولاړ او برازیل ته یې په خپل کور کې ماتې ورکړه.

له دې وروسته امریکا فرانسې ته درې د یو په وړاندې ماتې ورکړه، صربیا هم لهستان ته درې د دوه په واندې ماتې ورکړه.

په نیمه پایلوبه کې او په دوهم پړاو لوبو کې امریکا له صربستان څخه ۲ د ۳ په وړاندې ماتې ومنله او فرانسې هم په همدغې پایلې لهستان ته ماتې ورکړه.

تر دې وروسته امریکا لهستان ته درې پر له پسې ماتې ورکړې او د ژېړو مډال یې خپل کړ.

په وروستۍ لوبه کې فرانسه لومړی ځای خپل کړ، په دوهم سیالۍ کې یې ۲۱ امتیازونه خپل کړل او په درېیمه لوبه که څه هم صربستان ښه لوبه وکړه، خو فرانسې ۲۳ نمرې خپلې کړې او د والیبال د نړیوال جام اتلولي یې خپله کړه.

 

 

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=4204

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018