شنبه 27 زمری، 1397

هره ورځ دوه زره افغانان په قاچاقي ډول ایران ته ننوځي

018399545_30300-498x280

په ایران کې کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت استازولۍ وايي، هره ورځ په اوسط شاوخوا ۲۰۰۰ افغانان په غیر قانوني ډول ایران ته ننوځي، خو په وروستۍ میاشتې کې دغه شمیر ۶۰ زرو کسانو ته هم لوړ شوی.

دوی وايي، ددغو کسانو یو ستر شمیر غواړي له ایران څخه ترکیې او له هغه ځایه اروپايي هیوادونو ته داخل شي.

اروپا ته د تلونکو کډوالو د شمیر له زیاتیدو سره ایران او ترکيې خپلې پولې تړلي دي او آن په سرحدي سیمو کې په کډوالو ډزې هم کوي، چې له امله یې ګڼو پناه غوښتونکو ته مرګ ژوبله هم اوړي.

په ایران کې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د استازولۍ امر محمد آصف درزآبي وايي، افغانان دې له غیرقانوني کډوالۍ ډډه وکړي.

دی وايي، یو شمیر کډول د انسان تښتوونکو په مګولو کې لویږي، یو شمیر په ترافیکي پېښو کې وژل کیږي او یو شمیر هم د سرحدي ځواکونو له خوا په ډزو وژل کیږي.

نوموړي بخدي ته ویلي، چې ددغه ډول پېښو له امله په وروستیو ورځو شاوخوا شل افغانان وژل شوي.

نوموړي پر افغانانو غږ کوي چې د اروپا په اړه د قاچاقبرانو خبرو ته غوږ ونه نیسي.

ویل کیږي چې پناه غوښتونکو د شمیر له زیاتیدو سره هم مهاله اتریش، هنګري او المان خپلې پولې تړلې دي.

په تیرو څو میاشتو کې زرګونو افغانانو له هیواد تېښته کړې.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5512

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018