شنبه 27 زمری، 1397

هرات: د هغو ښوونځیو پلټنه پیل شوه چې په کې سلګونه نجونې مسمومې شوې دي

150411112927_herat_poisoning_640x360_bbc_nocredit-498x280

د هرات په هغو ښوونځیو کې څېړنې پیل شوې، چې په سلګونه نجونې مسمومې شوې وې.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالرووف ابراهیمي وايي، څېړنې وروسته له هغې پیل شوې چې سلګونه نجونه زده کوونکې پيل شوې.

ده وویل، تر اوسه پورې د هرات ښار څو ښوونځيو کې څېړنې شوې دي.

احمدي وویل، تر اوسه پورې د یادو پېښو په اړه څوک نه دي نیول شوي، خو زیاتوي، د رواني اوونۍ تر پایه به د پېښې لاملین ونیول شي.

په تیرو دوه اوونیو کې په هرات کې سلګونه نجونې مسمومې شوې دي، چې له امله یې د یو شمیر کورنیو اندېښنې راپورته شوي.

که څه هم تر اوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه شوې، خو وايي، په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

د هرات یو شمیر کورنیو خبرداری ورکړی چې که چیرته دنجونو د مسمومیت موضوع ونه څېړل شي، دوی به ښوونځیو ته دخپلو لورګانو له لېږلو ډډه وکړي.

د نجونو مسمومیدل تر دې پخوا هم شوي دي، په کابل، هرات، غزني، تخار، کندوز  او بامیانو ولایتونو کې هم نجونې مسمومې شوې دي.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5248

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018