شنبه 27 زمری، 1397

ممکن د الماني پوځیانو ماموریت وغځیږي

81442999-6168069

د المان ځینو رسنیو راپور ورکړی چې ممکن په افغانستان کې د الماني پوځانو ماموریت وغځیږي.

د الماني رسنیو په راپور کې راغلي، چې د المان حاکم ګوند د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو سره دا پتیلې چې د خپلوپوځیانو ماموریت وغځوي.

د سوسیال دیموکرات ګوند غړي راینر آرنولد ویلي، چې په اوسني وضعیت کې له افغانستان د الماني پوځیانو وېستل مناسب کار نه دی او باید د المان ۷۰۰ پوځیان د ۲۰۱۶ کال تر پایه پاتې شي.

باید وویل شي چې د المان ۷۰۰ سرتیري په بلخ کې میشت دي، خو له کندوز څخه دوه کاله وړاندې وتلي دي.

ټاکل شوې ده بهرني ځواکونه په ۲۰۱۶ کال کې په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووځي، خو افغان دولت له ناټو غوښتي چې د پوځیانو په ویستلو کې بېړه ونه کړي.

په ورته وخت کې ناټو ویلي، چې راتلونکې اوونۍ به په بروکسل کې په افغانستان کې د پوځیانو په پاتې کیدو غونډه وکړي.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5550

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018