شنبه 27 زمری، 1397

ملګري ملتونه: تر سلو ډېر ملکیان په کندوز کې وژل شوي

7

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو کمشینري وايي، چې د کندوز په جګړه کې ددغه ښار له ۱۱۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دغه سازمان ویاندې راوینا شاداساني وايي، د ټپیانو په اړه څېړنې پیل شوي دي او یو زیات شمیر ملکیان په جګړه کې ګیر پاتې دي.

شادمداساني له دواړو خواو وغوښتل چې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.

د کندوز په جګړه کې د خلکو د مرګ ژوبلې ډېره برخه طالبانو ته ورګرځي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت وايي، د کندوز په جګړه کې شاوخوا دوه سوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، په دغې جګړه کې شاوخوا دېرش مړي او څه کم دوه سوه ټپیان روغتون ور وړل شوي.

نوموړي وویل، د پېښې نوي سلنه ټپیان ملکیان دي.

 

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5572

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018