شنبه 27 زمری، 1397

لوبې: په استرالیا کې مېشتو افغان ورزشکارانو په بیلابیلو برخو کې سیالۍ تر سره کړې

10891869_911966765482842_4552990227382765722_n

په استرالیا کې میشتو افغانانو د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر له ۲۶ تر ۲۹ مې نیټې یوه ورزشي جشواره جوړه کړه.

په دغې جشنواره کې د والیبال، فوټبال، کرکټ او تینیس تر څنګه د تکوادو،ووشو او کراټې په برخو کې هم سیالۍ تر سره شوې.

په افتتاحیه مراسمو کې په استرالیا کې د افغانستان سفارت اتشه عباس فراسو، داسترالیا د تولیداتو، پنځونو او عمومي سکتور وزیرې سوسن کلوس د فدرال پارلمان غړي تونی زاپیا، د سویلي استرالیا د ورزش اجرايه مدیرې جن سوترلیند، د پورت آدلاید اینفلد ښاروال او مرستیال برخه اخیستې وه.

په استرالیا کې د افغانستان د سفارت استازي عباس فراسو د یادو لوبو د په لاره اچولو په اړه وویل، دا د ځوانانو ابتکار دی او د فرهنګي کړنو په برخه کې یو مثبت کار دی، چې د افغانستان د خلکو ښه استازیتوب ښودنه کوي.

ده یادو ځوانانو او ورزشکارانو ته وویل چې تاسو د افغانستان فرهنګي سفیران یاستئ او د افتخار ځای دی، چې د افغانستان بیرغ په دیر افتخار سره رپوئ.

په دوغو لوبو کې ۱۸ د والیبال ټیمونو، ۱۷ د فوټبال، ۶د کرکټ ، ۱۲ تینیس او نورو برخو یو شمیر ټیمونو او ورزشکارانو چې د استرلیا له بیلابیلو ښارونو څخه راغلي وو برخه اخیستې وه.

مرکزي خبري اژانس

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=418

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018