دوشنبه 29 زمری، 1397

فوټبال: امریکا د ښځو اتلولي تر لاسه کړه

150706013500_women_football_world_cup_624x351_getty-498x280

د امریکا ښځینه فوټبال ټیم جاپان ته پنځه پر دوه ماتې سره د درېیم ځل نړیواله اتلولي وګتله.

د نړیوال جام په فاینل سیالیو کې چې د کاناډا په وانکوور ښار کې په لاړه واچول شوې په شپاړسو دقیقو کې ګول تر سره کړ.

د امریکا د ښځینه ټیم کپیټانې کارلي لوید په پنځو لومړیو دقیقو کې د دوه ګولونه ووهل او په شپاړسمه دقیقه کې یې یو بل  ګول تر سره کړ.

لورن هالیدي هم به ۱۴ مه دقیقه کې د چابان لوبډلې باندې ګول تر سره کړ.

چاپانیانو یوازې وکړای شول چې اولې نیمې په اواخرو او د دوهمې نیمې په اوایلو کې توپ په خپل لاس کې واخلي.

ددغه ټیم دوه لوبغاړو ګل یوکي او ګیمي په ۲۷مه او ۵۲ دقیقه کې دوه ګولونه تر سره کړل.

خو په ټوله کې لوبه د امریکا په لاس کې وه او په ۵۴ دقیقه کې یې پنځه ګول هم تر سره کړ.

امریکا تر دې وړاندې په ۱۹۹۱ او ۱۹۹۹ کلونو کې د ښځیه فوټبال اتلولي تر لاسه کړې وه.

ددغې لوبې نندارې ته تر پنځوس زرو ډېر کسان راغلي وو.

 

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=4109

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018