شنبه 27 زمری، 1397

عبدالله د کندوز د جګړې له امله د نیویارک سفر لنډ کړ

Capture5

د هیواد اجرايي رییس عبدالله عبدالله د کندوز د سقوط له امله د امریکا نیویارک ښار ته سفر لنډ کړی او ډېر ژر به هیواد ته راستون شي.

د اجرايي رییس ویاند مجیب الرحمن رحیمي وايي، ټاکل شوې وه چې عبدالله عبدالله د اکټوبر په دوهمه په ملګرو ملتونو کې وینا وکړي، خو د هیواد د وضعیت له امله یې خپل وینا نن وړاندې کړه، څو ژر تر ژر هیواد ته راستون شي.

په دغې وینا کې عبدالله هڅه وکړه چې افغانستان ته د نړیوالو ټولنې توجه جلب کړي.

رحیمي وايي، عبدالله به له اوباما سره له لیدنې وروسته کابل ته ستون شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د کندوز مرکز ونیو.

امنیتي ځواکونو نن ددغه ښار د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړل.

دمګړۍ هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته نښته روانه ده.

ویل کیږي چې په جګړه کې د دواړو خواو کسان وژل شوي خو کره شمیره یې جوته نه ده.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندوز په جګړه کې لږ تر لږه اتلس تنه وژل شوي او اوولس نور ټپیان دي.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5553

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018