شنبه 27 زمری، 1397

روسیه او امریکا د سوريې په اړه لیدنې کتنې کوي

221

د روسیې او امریکا متحدو ایالتونو لوړ پوړو چارواکو پرېکړه کړې، چې د پوځي چارواکو تر منځ ژر تر ژره خبرې وشي، چې په سوریې کې د خپلمنځي ټکر مخه ونیوله شي.

د روسیې پوځي چارواکي وايي الوتکو یې د چهارشنبې په ورځ د اسلامي دولت نومي ډلې پر ضد شل بریدونه کړي دي.

خو امریکايي چارواکي اندېښنه څرګندونوي، چې دغه بریدونه د بشارالاسد حکومت هغو مخالفانو پر ضد کېږي، چې د اسلامي دولت ډلې غړي نه دي.

امریکا متحده ایالت سوریې او عراق کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد هوايي بریدونه کوي.

ناټو وايي د امریکا په مشرۍ دغو عملیاتو کې د روسیې مرسته ډېره مهمه ده.

د امریکا یوه چارواکي ویلي، داسې ښکاري، چې روسیې په ظاهره د بشارالاسد مخالفانو پر ضد هوايي بریدونه پیل کړي دي.

د امریکا یوه دفاعي چارواکي په خبره یوه روسي چارواکي بغداد کې د امریکاسفارت یوه چارواکي ته ویلي، چې د روسیې الوتکې به سوریې کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد عملیاتو لپاره الوتنې وکړي.

د چهارشنبې په ورځ د روسیې پارلمان د رایو په اکثریت ولسمشر ته له هېواده بهر د روسي پوځ ځای پر ځای کولو واک ورکړ.

د روسیې الوتکو حمص او هما ولایتونو کې د بشارالاسد حکومت پر مخالفانو بریدونه کړي دي.

بي بي سي لیکي، چې دغه پرمختګ د سوریې ولسمشر بشارالاسد له لوري د پوځي مرستو له غوښتنې وروسته شوی دی.

د سوریې اپوزیسیون شبکې ځايي اړیکو کمېټې ویلې، چې روسي الوتکو په زفارانیه، راستان، تالباثې، مکرامیه او ګهانتو سیمو کې بمبارۍ کړې، چې پکې ۳۶ کسان وژل شوي دي، خو دغه یوه سیمه هم د اسلامي دولت ډلې کنترول کې نه ده.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5612

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018