شنبه 27 زمری، 1397

د کندوز لپاره د طالبانو والي له خپلو ۱۵ جنګیالیو سره وژل شوی

2

د کندوز لپاره د طالبانو تش په نوم والي له خپلو پنځلس نورو انډیوالانو سره یوځای د کندوز هوايي ډګر ته څېرمه په هوايي برید کې وژل شوی.

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، د کندوز لپاره د طالبانو تش په نوم والي مولوي عبدالسلام، د هغه مرستیال ذبیح له څوارلس نورو جنګیالیو سره یوځای د ملي امنیت له خوا پلان شویو عملیاتو کې وژل شوی.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو کسانو کې د لشګر طیبه یو مسوول حارث چې د پاکستان د پنجاب ښار اوسیدونکی دی،هم وژل شوی.

دا برید په داسې حال کې شوی چې د کندوز د جګړې اصلي مسوول غوښتل د کندوز په هوايي ډګر بریدونه وکړي.

ملي امنیت وايي، د مولوي عبدالسلام وژل کیدو سره د طالبانو روحیه ډېره ځپل شوې ده.

ملي امنیت وايي، کندوز به د طالبانو لپاره په ډله ییز قبر بدل کړي.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5561

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018