دوشنبه 29 زمری، 1397

د کندوز د جګړې وروستی حال: امنیه قومانداني بېرته طالبانو نیولې ده

1

له کندوز څخه وروستي راپورونه وايي، چې لا هم ښار په بشپړ ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې دی او امنیه قوامانداني چې تیره ورځ امنیتي ځواکونو نیولې وه، بېرته د طالبانو لاس ته لویدلې ده.

په همدې ډول له کابل تازه دمي ځواکونه چې ملاتړ لپاره کندوز ته خوځیدلي وو، د جر خشک په سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شو دي او هلته په جګړه اخته دي.

ویل کیږي چې امنیتي ځواکونه په هوايي ډګر او بالاحصار کې ځای پر ځای دي، خو طالبانو د ښار په بیلابیلو برخو کې پټ دي.

طالبانو تیره شپه له څو خواو په هوايي ډګر او بالاحصار باندې بریدونه وکړل، خو د هوايي بریدونو او امنیتي ځواکونو د مقاومت په پایله کې طالبان په شا وتمبول شول.

له کندوز ښار څخه یوې سرچینې مرکزي خبري اژانس ته وویل، تېره شپه طالبانو په هوايي ډګر پراخ بریدونه وکړل، خو د هوايي بمبار په پایله کې طالبان په شا وتمبول شول.

د جګړې د مرګ ژوبلې کره شمیره لا معلومه نه ده، خو په کندوز ښار کې یوه اوسیدونکي چې کور یې بالاحصار ته نږدې پروت دی، مرکزي خبري اژانس ته وویل، چې د تیرې شپې په برید کې طالبانو سخت ځپل شوي او اوس یې هم مړي په کوڅو کې پراته دي.

سرچینه وايي، چې تیره شپه څو معدود هوايي بریدونه وشول. سرچیه زیاتوي، چورلکو په هوايي ډګر او بالاحصار کې میشتو افغان ځواکونو ته خوارکي توکي له رسولي دي.

دی وايي، جنګي الوتکې لا هم په کندوز ښار څار لري، خو بریدونه نه کوي.

مرستندویه ځواک کمین سره مخ شول

تیره ورځ د جنرال فوزي په مشرۍ د ځانګړو ځواکونو کومکي ځواک د کندوز په لور وخوځید، خو نن شپه په جر خشک سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شول، تر اوسه نه دي توانیدل چې کندوز ته ورسیږي.

ځانګړي ځواکونه نه شي کولی د شپې له خوا څراغونه روښانه کړي، ځکه د طالبانو له خوا ویشتل کیږي، په همدې خاطر افغان ځواکونه انتظاره دي چې سبا در ورځې له خوا کندوز ته حرکت وکړي.

د طالبانو د جر خشک په کمین کې د ځانګړو ځواکونو درې سرتیري ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې امنیتي چارواکي وايي، ټاکل شوې ده نن ( چهار شنبه) د کندوز ښار د بیا نیولو عملیات پیل شي.

دوی وايي، د جګړې د پیل لپاره اماده ګي لري، خو له کابله خوځیدلې د ځانګړو ځواکونو کومکي قطعې ته انتظار دي.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5558

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018