شنبه 27 زمری، 1397

د کابل ښار په ۴ دروازو کې د تلاشۍ د سکن ماشینونه لګول کیږي

a36f4811-8d90-479a-ad39-a988d87c1413_cx5_cy3_cw95_mw1024_s_n_r1

ټاکل شوې ده دکابل ښار په څلورو دروازو کې د سکن ماشینونه چې د چاودیدونکو توکو د کشف توان لري، ودرول شي.

د ملي امنیت شورا ویلي، چې دا ماشینونه د چین هیواد له خوا له افغانستان سره مرسته شوې ده.

د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي په کابل کې د چین سفیر دینګ شیجونګ اتمره ته د یادو ماشینونو د ورکړې ډاډ ورکړی دی.

د خبرپاڼې په اساس د یادو ماشینونو د لګولو لپاره به چیني متخصصین کابل ته صفر وکړي.

دغه متخصصین به افغان امنیتي ځواکونو ته د یادو ماشینونو د ګټې اخیستو لارې چارې ور وښايي.

امنیت شورا وايي، چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت په خاطر د همکاریو ډاډ ورکړی.

ددغو ماشینونو لګولو سره د کابل په امنیتي وضعیت کې د پام وړ بدلون راشي.

کابل ښار ته له چاودیدونکو توکو د ډکو موټرو راتګ تل له نیوکو سره مخ شوي او شنونکي په چارواکو باندې تور پوري کوي چې د طالبانو د نفوذي کسانو په مخنیوي کې پاتې راغلي، ځکه نو چاودیدونکي توکي کابل ښارته ننوځي.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5245

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018