شنبه 27 زمری، 1397

د کابل برید د ټولو بریدګرو په وژل کیدو سره پای ته ورسید

12109029_735928253207664_6405105199444778126_n-400x300

په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه د تروریستانو ډله ییز برید د ټولو بریدګرو په وژل کیدو سره نن سهار پای ته ورسید.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمن رحیمي وايي، په دغې پېښه کې ملکي خلکو ته زیان نه دی اوښتی، خو وايي، پنځه پولیس په کې ټپیان شول.

د کابل امنیه قوماندان وايي، د برید کوونکو موخه په دارالامان کې د ملي امنیت یوه اداره او یو میلمستون و.

تیره شپه شاوخوا اته نیمي بجې دارالامان کې د هلمند د پخواني والي محمد نعیم بلوچ او د ولسمشر د مشاور نجیب الله ناصري کور ته وسله وال ننوتل او له هغه ځایه له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې شول.

دغه کورونه د کابل ښار د دارالامان په سړک د روسیې سفارت او د پارلمان ودانۍ ته څېرمه شتون درلود.

چارواکي وايي، نښته تیره شپه پيل شوه او تر نن شپږ بجو یې ادامه وکړه.

دمګړۍ هم پولیسو د دارالامان په سړک پولیس خواره دي او موټرو او خلکو ته په دغه سړک د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

له دغه برید وروسته د هلمند پخواني والي نعیم بلوچ وویل، چې له بریده شل دقیقې وړاندې له کور څه وتلی و.

در حال حاضر پولیس در سرک دارالامان کابل حضور دارند و این جاده را بروی عبور و مرور مردم بسته اند.

خو یو شمیر سرچینې وايي، چې د نعیم بلوچ په کور کې د دوه ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5624

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018