شنبه 27 زمری، 1397

د پاسپورټ ریاست په کابل کې د پاسپورت ورکړه بنده کړه

11899840_595019947302573_8869409443614299067_n-210x300

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست وايي، چې په کابل کې د پاسپورټونو د تقاضا زیاتولي او په دغې اداره کې د پاسپورټ د ورکړې د تخنیکي وسایلو د کموالي له امله خلکو د پاسپورټونو د ورکړې لړۍ بنده شوې ده.

د پاسپورټ ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ولایتونو کوم خلک چې د پاسپورټ د اخیستو لپاره مرکز کابل ته راځي، له دې وروسته دې په خپلو ولایتونو کې له اړوندو ادارو څخه پاسپورټونه تر لاسه کړي.

په کابل او ولایتونوکې د پاسپورټونو د اخیستونو شمیر په نا ببره توګه زیات شوی دی او هر ورځ زرګونه کسان د پاسپورټ ادارې ته د پاسپورټ د اخیستو لپاره ورځي.

خو د کابل د پاسپورټ ریاست وايي، د خلکو د زیاتولي او د تخنیکي وسایلو د کمښت له امله نه شي کولی په کابل کې پاسپورټونه ورکړي.

دغه ریاست وايي، هڅه کوي ډېر ژر دغه ستونزه له منځه یوسي.

یاده اداره وايي، د حاجیانو پاسپورټونه د حج او اوقافو وزارت له خوا تنظیم شوي دي او ورکړه یې په دغه وزارت کې ادامه لري او حاجیان دې هم دغې ادارې ته مراجعه نه کوي.

د پاسپورټ ریاست وايي، کوم ناروغان چې ددرملنې لپاره له هیواد بهر ځي، د روغتیا او  کوم کسان چې بورسونو ته د تحصیل لپاره ځي له پوهنې او لوړو زده کړو له وزارتونو څخه  دې خپل پاسپورټونه تر لاسه کړي.

 

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5128

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018