شنبه 27 زمری، 1397

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش فرانسې ته ولاړ

11960076_447906642080131_619208301676659654_n-498x280

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د یوه پلاوي په مشرۍ په یوه رسمۍ سفر د فرانسې پلازمینې پاریس ته ولاړ.

د سرور دانش له دفتر په خپره شوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرور دانش پرون د یونیسکو په رسمۍ بلنه د سواد زده کړې په نړیوال کنفرانس کې د ګډون به موخه فرانسې ته تللی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې دانش به په دغې ناسته کې د وینا تر څنګ نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په ځانګړې توګه د سواد زده کړې ملاتړ ته وهڅوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دانش به په دغې سفر کې د یونیسکو سازمان له چارواکو سره د افغانستان د ښوونې او روزنې او فرهنګ په اړه خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د ولسمشر دوهم مرستیال د کابینې د سواد زړه کړې او فرهنګ برخې مسوولیت په غاړه لري.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5216

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018