شنبه 27 زمری، 1397

د هیواد سلګونه جوماتونه رسمي کیږي

Faryab-3

د حج او اوقافو وزارت ویلي، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به په ټول هیواد کې شاوخوا ۷۰۰ جوماتونه رسمي شي.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد نن رسنیو ته وویل، چې د جوماتونو له رسمي کیدو سره به د یادو جوماتونو ملاامامان هم رسمي شي.

دده په خبره په دغه پروام کې به د جوماتونو د ملا امامانو امتیازات لوړ کړای شي.

عابد وايي، د جوماتونو ملا امامان به له شپږمو بستونو څخه څلورمو او درېیمو بستونو ته ارتقا وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني په یوه فرمان کې د هیواد د ټولو جوماتونو د رسمي کیدو امر کړی.

ویل کیږي چې په ټول هیواد کې شاوخوا ۵۰ زره جوماتونه دي، چې یوازې پنځه زره یې رسمي دي.

د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني وايي، د هیوادنوي سلنه جوماتونه رسمي نه دي او ددغو جوماتونو پر امامانو هم کنټرول نه لري.

په ورته وخت کې داسې راپورونه خپاره شوي دي چې ډېری غیر رسمي جوماتونو څخه د تبلیغ د مرکزونو په توګه کار اخیستل کیږي.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5452

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018