شنبه 27 زمری، 1397

د رسنیو ملاتړي بنسټونه: ولسمشره د اتمر د غیرقانوني کړنو مخه ونیسه

اتمر-498x280

د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې او نی د یوې فیسبوک پاڼې د خپرو شویو مطالبو د څېړنې په خاطر له ژورنالیستانو څېړنې کول غیر قانوني عمل وباله.

د ولسمشر د ملي امنیت مشارو حنیف اتمر د کابل ټکسي په نوم په یوه فیسبوک پاڼه کې د خپاره شوي مطلب د څرک د معلومولو په خاطر د اطلاعات روز مدیر مسوول ذکي دریابي د څو ساعته څېړنو په خاطر ملي امنیت ادارې ته بیولی.

د اطلاعاتو روز مدیر مسوول ذکي دریابي او جواد ناجي وايي، چې له کابل ټکسي فیسبوک پاڼې سره هیڅ اړیکه نه لري او نه خبره دي چې دغه پاڼه د چا له خوا اداره کیږي.

دوی وايي، چې ملي امنیت ادارې دوی له کوم سند پرته د ملي امنیت شورا د مشاور محمد حنیف اتمر په امر احضار کړي وو.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، د ملي امنیت له خوا د اطلاعات روز ورځپاڼې د مدیر مسوول بندي کیدل غیر قانوني او سلیقه يي عمل دی.

د نی اجرايي رییس مجیب خلوتګر وايي، که د ملي امنیت شورا د مشارو ددغه ډول کړنو مخه ونه نیول شي، رسنۍ به له سانسور سره مخ شي.

په ورته وخت کې د خبریالانو ملي اتحادیې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اتمر په امر د  ملي امنیت ادارې له خوا له خبریالانو ورته څېړني د بیان ازادي ننګوي.

په خبرپانه کې له ولسمشر او اجرايي رییس څخه غوښتل شوي چې د اتمر د ورته کړونو مخه ونیسی .

دغه اتحادیه وايي، رسنۍ به هیڅ دولتي چارواکي ته اجازه ور نه کړي چې د بیان ازادي له ګواښ سره مخ کړي.

دوی ټینګار کړی چې هر ډول رسنیزه تخطي باید د تخطیو د کمېسیون له وڅېړل شي نه د ملي امنیت ادارې له خوا.

ویل کیږي چې ملي امنیت ادارې ذکي دریابي او جواد ناجي په دې خاطر څو ساعته بولي وو، چې ترې وپوښتي چې د کابل ټکسي په نوم فیسبوک پاڼه د دوی ده که د بل چا؟ ایا له دغې فیسبوک پاڼې سره کومه اړیکه لري که نه؟

خو دغه دواړه په ټینګار سره وايي، چې د کابل ټاکسي فیسبوک پاڼې څخه هیڅ معلومات نه لري او نه هم ورسره اړیکه لري.

په دغې فیسبوک پاڼه کې د دولتي چارواکو خودسرۍ او غیر قانوني کړنې په طنزي ژبه نقد کیږي.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=4989

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018