شنبه 27 زمری، 1397

د بغلان تاله او برفک ولسوالۍ طالبانو ونیوله

150104233801_afghan_security_forces_640x360_afp_nocredit-452x300

د بغلان امنیتي چارواکي وايي، چې ددې ولایت تاله او برفک ولسوالي پرون د طالبانو له خوا نیول شوې ده.

د بغلان امنیه قوماندان عبدالجبار پردلي وايي، چې د ولسوالۍ د بیرته نیولو عملیات پيل شوي دي.

دی وايي، دمګړۍ د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته نښته روانه ده او تر اوسه شاوخوا ۶۰ وسله وال وژل شوي دي.

نوموړي ویلي، دا چې د کندوز په نیولو سره طالبانو روحیه ضعیفه شوې، نو هیله لري چې تر راتلونکو څو ساعتونو دغه ولسوالي هم له طالبانو ونیسی.

ویل کیږي چې د تاله او برفک په ولسوالۍ کې پنځه رنجرې او دوه ټانګونه طالبانو نیولي دي.

تاله او برفک د بغلان له نا امنیو ولسوالیو څخه ده چې په کې وخت نا وخت طالبان فعالیت لري.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5603

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018