شنبه 27 زمری، 1397

 د برېښنايی تذکرو د زر کارکوونکو دندې ځنډول کیږي

سوم

د کورنیو چارو وزیر نور الحق علومي ارګ ته په یوه مکتوب کې خبرداری ورکړی چې که چیرته د برېښنايي تذکرو د توزېع نېټه په روانه اوونۍ کې مشخصه نه شي، د برېښنايي تذکرو د زر تنو کارکوونکو دندې به وځنډوي.

په دغه مکتوب کې ویل شوي، چې کورنیو چارو وزارت د برېښنايي تذکرو پر ملي پروژې ډېره پانګونه کړې، خو د وزیرانو شورا په وروستیو دوه ناستو کې حتا ددغه بهیر خبره یو ځل هم نه ده شوې چې له امله یې یو لړ اندېښنې راپورته شوې دي.

د کورنیو چارو وزیر له ولسمشر غني څخه غوښتي چې د چهارشنې تر ورځې د الکترونیکي تذکرو د وېش موضوع د کابینې په اجنډا کې شامله کړي او د الکترونیکي تذکرو په اړه وروستی تصمیم ونیسي.

علومي وايي، د برېښنايي تذکرو د وېش په برخه کې ابهام دغه ملي پروسه له ننګونو سره مخ کړې ده او کورنیو چارو وزارت یې ددغه ادارې د یو زر کاکوونکو د معاشاتو په ورکړه کې له ستونزه سره مخ کړی دی.

د برېښنايي تذکرو وېش له څو کلونو را په دې خوا تر ټولو جنجالي مسئله ده، ځینې د تذکرې پر لومړي مخ د افغان د کلمې په راتلو ټینګار کوي، خو ځینې بیا ددغې کلمې راوستل مهم نه بولي او د افغانستان پر نوم بسنه کوي.

که څه هم ویل شوي وو چې دغه پروسه به د روان کال د تیرې اسد میاشتې په اته ویشته پیلیږی، خو بیا د ځینو ستونزو او مخالفتونو له امله وځنډیده.

کورنیو چارو وزارت وايي، که چیرته کابینه دغه ستونزه حل نه کړي، دوی مجبور دي چې ددغې ادارې د زر تنو کارکوونکو دندې وځنډوي.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5093

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018