دوشنبه 29 زمری، 1397

د برېښنايي تذکرو د زر کارکوونکو دندې وځنډول شوې

5

 

د برېښنايي تذکرو ادراې چارواکي وايي، د کورنیو چارو وزارت ددغې ادارې د زر تنو کارکوونکو دندې ځنډولې دي.

د برېښنايي تذکرو رییس همایون محتاط نن رسنیو ته ویلي ددغو کسانو دندې پرون د نورالحق علومي له خوا ځنډیلي دي.

نوموړی وايي، د بودجې نه شتون او سیاسي ستونزې د الکترونیکي تذکرې د کارکوونکو د دندو د ځنډیدو اصلي لامل دی.

ددغو کسانو میاشتنۍ تنخوا ۸۰۰ ډالره ښوول شوې، خو ویل کیږي چې له څلورو میاشتو راپه دیخوا یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

خو د برېښنايي تذکرو د ادارې رییس وايي، چې د بودجې په تمول او بریښنايي تذکرو د کار په عملي پیل کیدو سره به دغه کسان بیرته جذب شي.

 

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5569

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018