شنبه 27 زمری، 1397

داعش په سوره کې دوه زره کلن معبد په بمونو الوځولی

85876121412524779582062833573-498x287

په سوره کې فعالان وايي، داعش تروریستي ډلې د سوريې د پالمیرا تاریخي سمې بعل شامین معبد په بمونو والوځاوه.

د ۵۹۸ خبري اژانس د راپور په اساس داعش ددغه معبد د رنګولو تر څنګ یو سوري لرغون پيژندونکی هم وژلی دی.

ویل کیږي چې دغه معبد دوه زره کاله لرغونتوب درلود.

د پالمیرا ښار لرغوني اثار د یونیسکو په سازمان کې ثبت شوي دي.

اسوشیتد پرس خبري اژانس لیکي، چې یاد معبد په بمونو الوځولی او په بشپړه توګه یې له منځه وړی دی.

سوري فعالان وايي، چې داعش ډېر زیات چاودیدونکي توکي په معبد کې ځای پر ځای کړی وو او چاودنه دومره زوروه وه چې د رومیانو په دوره پورې تړلې پايې چې د معبد په شاخوا کې ولاړې دي، هم ړنګې شوې دي.

داعش په مې میاشت کې د پالمیرا کنټرول په خپل لاس کې واخیست او په نیولو سره یې شل تنه چې ویل کیدل د سوريې د پوځ سرتیري وو په دغه سیمه کې اعدام کړل.

 

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=4982

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018