شنبه 27 زمری، 1397

حمدالله دانشي د کندوز سرپرست والي ټاکل شوی

hamdullah-danishi-30-sep-2015

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې وايي، حمد الله دانشي یې د کندوز ولایت د سرپرست په توګه ټاکلی دی.

د چارو د ادارې د خبرپاڼې په اساس، د سمیه ییز ارګانونو خپلواکې ادارې حمدالله دانشي د کندوز د سرپرست په توګه ولسمشر ته وړاندیز کړی و.

حمدالله دانشي تر دې وړاندې د کندوز د والي مرستیال و.

د کندوز تر سقوط وروسته د کندوز سرپرست و.

تر دې وړاندې محمد عمر ساپی د کندوز والي و چې د دغه ولایت د سقوط پر مهال په تاجکستان کې و، چې دغه کار د ولسي جرګې او د کندوز دخلکو توند غبرګونونه له ځان سره درلود.

د ولسي جرګې یو شمر استازو په ساپي تور پورې کړ چې د کندوز په سقوط کې یې لاس درلود.

تر دې وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې محمد عمر ساپي له تاجکستانه ترکیې او له هغه ځایه بریتانیا ته تښتیدلی.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5600

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018