شنبه 27 زمری، 1397

جاپان ۱.۵ میلیارد ډالره کډوالو او د سولې هڅو ته ځانګړي کړي

F5350F4B-4E44-4755-A60B-01AA47A1BE81_w640_r1_s-498x280

جاپان وايي، ۱.۵ میلیارده ډالر یې د کډوالو بحران او د سولې هڅو ته ځانګړي کړي دي.

د نړۍ اوو اقتصادي قدرتونو او د فارس خلیج هیوادونو ژمنه کړې چې له ملګرو ملتونو سره په دغې برخه کې مرستې کوي.

د المان خبري اژانس راپور ورکړی چې د جاپان لومړي وزیر شینزو آبه ویلي، چې هیواد یې د سوريې او عراق له کډوالو او په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د سولې د هڅو په خاطر ۱.۵ میلیارده ډالر ورکوي.

له دغو مرستو به ۸۱۰ میلیونه د سوريې او عراق د داخلي کډوالو لپاره مصرف شي او ۷۵۰ میلیونه به د منځني ختیځ او شمالي افریقا د سولې په بهیرونو ولګول شي.

دا د چاپان د تېر کال د مرستو درې برابره لوړوالی ښيي.

 

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5578

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018