شنبه 27 زمری، 1397

بلخ برېښنا: عواید ډېر شوي او لین غځونه ځمکني کوو

OLYMPUS DIGITAL CAMERA

په بلخ ولایت کې د سکټوري برخو ادارو نن(پنجشنبه) د لاسته راوړنو په اړه خپل ګزارشونه بیان کړل.

د بلخ ولایت د اوبو او برېښنا رییس انجنیر محمد ناصر انوري د روان کال په ۱۰ میاشتو کې ددې ادارې په عوایدو کې د ۱۹.۵ فیصده زیاتولي خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې د بلخ برېښنا د عواید کچه په روان کال کې(1529000000) افغانیو  ته لوړه شوې ده، چې دا اندازه د تیر کال په لسو میاشتو کې (1279000000) افغانۍ وه.

ده وویل چې په مزار شریف ښار او نورو ولسوالیو کې یې بريښنايي خدمتونه ته پراختیا ورکړې ده او زیاته یې کړه:« په نږدې راتلونکې کې به د مزار شریف ښار برېښنا له هوايي لین څخه په ځمکني لین باندې واړول شي.»

نوموړي وویل، چې ددغې پروژې اسناد پای ته رسیدلي دي او په نږدې راتلوکې کې به داوطلبۍ ته وړاندې شي.

ناصري وویل، چې د برېښنا ضایع مخه یې هم نیولې ده او دغه کچه یې له ۳۳ سلنې څخه یې ۲۶ فیصدو ته راټیټه کړې ده.

په دغې سمینار کې د ټولکټو، کانونو او صنایعو، اوبو رسونې، مخابراتو او چاپیریال ساتنې ادارو مسوولینو هم خپلې لاسته راوړڼې بیان او راتلونکي پروګرامونه واضح کړل.

د کانونو ادارې، د سږ کال په عوایدو کې د ۳۲ سلنې زیاتولي خبر ورکړ او دمخابراتو ریاست بیا وویل، چې په روان کال کې یې ۹۴۰۰ عدده غیر قانوني سیمکارتونه نولي دي.

په همدې ډول د هرات ښاري پراختیا ریاست هم د اوبو رسونې د پروژې د پلي کولو، د مزار شریف ښار د نوي ماستر پلان د جوړولو او اتو میلیونو عوایدو له راټولولو خبر ورکړ.

مرکزي خبري اژانس

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=1689

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018