شنبه 27 زمری، 1397

اوریاخېل: ۵۰ زره خیالي معلولین ثبت شوي

web1

د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخېل وايي، په دغه ورازت کې یې ۵۰ زره خیالي معلولین په نښه کړي، چې یوازې نومونه یې ثبت شوي خو خپله شخص وجود نه لري.

نوموړي وايي، په وروستیو څو کلونو کې یو شمیرکسانو د جعلي کارتونو له طریقه د معلول تر نوم لاندې معاشونه تر لاسه کړي دي.

په تیرو څه باندې لسو کلونو کې په ټولو وزارتونو او دولتي ادارو کې لسګونه میلیونه ډالر وهل شوي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې په پوهنې وزارت کې هم سلګونه خیالي ثبت شوي وو او پیسې د چارواکو جېبونو ته تللي.

د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ یاد راپورونه په کلکه رد کړل .

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل ویلي چې شپږ سوو کسانو دوه دوه کارټونه درلودل او هره میاشت یې په منظم ډول د دواړو کارټونو معاش اخیسته.

د نوموړې په خبره یاد کسان پيژندل شوي او د زیاتو څېړنو لپاره څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیره وايي، چې په وزارت کې د فساد ورکولو ته ژمنه ده او هڅه کوي دغه پدیده له منځه یوسي.

تر اوسه په هیواد کې د معلولینو کره شمیره معلومه نه ده، خو د کار او ټولنیزو چارو وزیرې ویلي چې تر راتلونکو څو ورځو به دغه شمیر معلومه او رسنیو ته ښکاره کړي.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5515

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018