شنبه 27 زمری، 1397

افغانستان د سویلي اسیا د ګرځندوی مرستیال شو

DSC_0231-452x300

د ګرځندوی نړیوال سازمان په یوویشتمه ناسته کې چې په کولمبیا کې جوړه شوې وه افغانستان ددې سازمان د سویلي اسیا د کمېسیون مرستیال غوره شو.

هندوستان به د سولي اسیا د ګرځندو سازمان رییس او افغانستان به ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۱۷ پورې د دغه کمېسیون مرستیال وي.

د ګرځندوی سازمان د ملګرو ملتونو مهمه برخه ده چې سولي اسیا ګرځندوی کمېسیون یې ځانګړی ځای لري.

په ورته وخت کې د ګرځندوی نړیوال سازمان سکرتر جنرال طالب دفاعي د سولي اسیا د ګرځندوی د مرستیال په توګه د افغانستان ګومارنه به په دغه هیواد کې د ګرځندوی صنعت ته پراختیا ورکړي.

دی وايي، افغانستان به له دغې طریقه د پرمختګ او کاري فرصتونو لپاره ګټه پورته کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني ویلي چې افغانستان ته سپارل شوی مسوولیت به په سمه توګه تر سره شي.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=5370

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018