دوشنبه 29 زمری، 1397

افغانستان  او ازبکستان پر ګډه پوله امنیتي کامرې لګوي

اتمر1-478x300

د افغانستان او ازبکستان چارواکو د ګډو امنیتي ګواښونو د کنټرول لپاره په ګډه پوله په پرمختللو امنیتي کامرو هوکړې کړې او په څنګ کې به د دواړو هیوادونو چارواکي د ګډو امنیتي ګواښونو په اړه په دوامدار ډول ناستې ولري.

افغانستان او ازبکستان وروسته له هغې ګډې هڅې پیل کړې، چې د هیواد په شمالي ولایتونو کې امنیتي وضعیت ګډوډ شو.

د ملي امنیت شورا مشاور محمد حنیف اتمر ازبکستان ته په خپل وروستي سفر کې له ازبکي چارواکو سره په خبرو کې له تروریزم سره پر مبارزه ټینګار وکړ.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وايي، اتمر تر اوسه د ازبکستان د ملي امنیت له رییس، دفاع، بهرنیو چارو او اقتصاد وزیرانو سره ناستې کړي دي.

ده وویل، په دغو لیدنو کې د سرحدي او امنیتي همکاریو په اړه بحثونه شوي دي.

اتمر ویلي دي، چې د منځنۍ اسیا د باثباته ساتلو لپاره باید په سویلي اسیا کې سولې ته کار وشي.

په دغو لیدنو کې د افغان پیلوټانو، انجنیریانو پر روزلو او د چورلکو په ترمیمولو هم خبرې شوې دي.

د افغانستان شمالي ګاوڼډیانو په ځانګړې توګه ازبکستان او تاجکستان په شمالي ولایتونو کې د امنیتي وضعیت پر ترینګلي کیدو اندېښنه ښوولې.

افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سیمې هیوادونه مهم بللي او له دوی یې غوښتي چې ورسره سره همکاري وکړي.

ددې مطلب لنډه پته:
http://markazipress.com/pa/?p=4354

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

مرکزي خبري اژانس - © 2018